هېواد ته د رامخې ته چېلنجونو او مسئلو لپاره به شريكې هلې ځلې كول وي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د پاكستان براډ كاسټرز اېسوسي اېشن دفتر دورې په مهال خبرې

image
APP63-290121 KARACHI: January 29 - Federal Minister for Information and Broadcasting Shibli Faraz meeting with the members of the Pakistan Broadcasters Association at the PBA Office on Friday. APP photo by Syed Abbas Mehdi

کراچۍ 29 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز وئيلي دي هېواد ته د رامخې ته چېلنجونو او مسئلو حل لپاره به شريكې هلې ځلې كول وي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاكستان براډ كاسټرز اېسوسي اېشن دفتر دورې په مهال كړې۔ د پي بي اے عهدېدارو سره د ملاقات په مهال وفاقي وزير ووئيل د معيشت صنعت پرمختګ او ودې لپاره به هڅې كوٶ۔ ده ووئيل حكومت د آزادۍ د اظهار په بنيادي آئيني او جمهوري حق كامل يقين لري۔ ده د پاکستان براډ کاسټرز ايسوسي ايشن مسائلو حل كولو باور سره ووئيل شريكې مرستې او پرله پسې رابطو سره به د مسئلو حل ممكن شي۔ د ملاقات په مهال د پي بي اے عمومي سېكتر شکيل مسعود وفاقي وزير د الېكټرانك ميډيا صنعت ته د رامخئ ته مسئلو نه په تفصيلي توګه خبر كړو۔ د ملاقات په مهال د پي بي اے نور غړي او عهدېدارو كښې د پي بي اے وائس چيئرمېن مير ابراهيم، سلطان لاکھاني، طاهر اے خان، شاهد جمال ناز، آفرين او سائره طاهر شامل وو

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں