اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د کنټرول لائن دواړه اړخه او ټوله نړۍ كښې مېشته کشميريان به 5 اګست د تورې ورځ په توګه لمانځي،قامي اسمبلۍ كښې به متفقه قرارداد منظورولې شي ، د کشمير په بيلو برخو كښې به سيمينارونه،کنفرنسونه او احتجاجي مظاهرے کولې شي۔په دې ورځ به د ټولې نړۍ په وړاندې د هند مكروه مخ په ډاګه كولې شي او 5 اګست 2019 راهسې د بشري حقونو خلاف ورزۍ به به رامخې ته كولې شي۔کل جماعتي حريت کانفرنس د هند په غير قانوني توګه مقبوضه كښې جموں او کشمير په اولس زور راوړې چې 5 اګست د كشمير استحصال ورځ د تورې ورځ په توګه ولمانځي۔په 5 اګست 2019 د هندوتوا هندي حکومت په نړيواله توګه منلې شوې متنازعه سيمې خصوصي حيثيت وركونكې آرټيکل 370 منسوخ کولو سره په کشمير د پوځ او پوليس سره وحشيانه محاصره کړې۔اے پي ايچ سي وياند ايډوکيټ عبدالرحيد منهاس په خپل يو بيان كښې ں اپيل کړې چې اولس دې 5 اګست د “كشمير استحصال ورځ ” په توګه ولمانځي۔