په پارليمنټ هاؤس كښې د اسماعيل هنيه غائبانه جنازه كښې وزيراعظم او نورو لارښودو ګډون وكړو

image
APP18-020824 ISLAMABAD: August 02 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif and Parliamentarians offering funeral prayer of Shaheed Ismail Haniyeh. APP/MAF/FHA

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)په پارليمنټ هاؤس كښې د فلسطين پخواني وزيراعظم اسماعيل هنيه غائبانه د جنازې مونځ ادا كړے شو۔د جنازې په مونځ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار٬د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ٬د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬د پاكستان پيپلز پارټي پخوانې وزيراعظم او پخواني سپيكر راجه پروېز اشرف٬سيد نويد قمر٬د پي ټي آئي لارښود بېرسټر ګوهر علي خان٬عامر ډوګر پشمول بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو پارليمان غړو٬ د قامي اسمبلۍ او سېنېټ افسرانو او ملازمانو او د مېډيا استازو كسانو هم په ګڼ شمېر ګډون وكړو۔ د غائبانه جنازې مونځ امامتي د پارليمنټ هاؤس جامع مسجد خطيب مفتي احمد الرحمان وكړه۔په دې موقع د اسماعيل هنيه ايصال ثواب او د فلسطين آزادۍ٬فلسطيني اولس ته د ورمخې ته مسئلو خاتمې او د اسلامي نړۍ يووالي لپاره هم خاص دعا وكړې شوه ۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں