پاكستان به د مقبوضه جمو او كشمير اولس د خپلواكۍ حق په جنګ كښې حمايت روان ساتي۔د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا الله تارړ د پاكستان سفارت خانې برلن د سيورې لاندې ويبينار ته وينا

image

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو،خپرونو ، قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ وئيلي دي پاكستان به د مقبوضه جمو او كشمير اولس د خپلواكۍ حق په جنګ كښې حمايت روان ساتي، پاكستان دا خپله قامي فريضه ګڼي چې كشميريانو له انصاف وركولو لپاره په هر نړيوال فورم غږ پورته كړي۔ دا خبره ده د پاكستان سفارتې برلن د سيروې لاندې د كشمير د استحصال ورځ په موقع د مقبوضه كشمير اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره ويبينار ته د ويډيو لنك د لارې وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل هند د كشميريانو د خپلواكۍ حق كمزورې كولو لپاره كشميري آبادۍ كښې د بدلولو هڅې كوي،په 5 اګست 2019ء د هند په غير قانوني توګه مقبوضه جمو او كشمير كښې يو اړخيزه كارروائي پيل كړې،د دې كارروائيو مقصد كشميريان بے اختياره كول ، د رايو حق وركولو څخه محروم كول او هغوې د خپلې خاورې څخه بے دخل كول دي۔ده ووئيل نن هند نړۍ له د دې باور وركولو هڅه كوي چې جمو او كشمير زمونږ د خاوري يوه غير غير متنازعه برخه ده دغسې دا هند وو چې د جمو او كشمير مسئله ئې سلامتي كونسل ته وړاندې كړي، سلامتي كونسل كښې د جمو او كشمير متنازعه حيثيت په نړيواله كچه منلے شوے ۔ ده ووئيل د هند د اړخه په مقبوضه جمو او كشمير وحشيانه قبضه نه يواځې د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده بلكه د بشري حقونو په نړيواله كچه منلے شوې اصولو تضحيك هم دے۔ ده ووئيل د مقبوضه جمو او كشمير اولس د هند غير قانوني او غاصبانه تسلط په ضد لوئ قربانۍ وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان به د مقبوضه جمو او كشمير اولس د خپلواكۍ حق په جنګ كښې حمايت روان ساتي۔ده ووئيل حكومت پاكستان د كشميريانو حمايت لپاره متفقه قرارداد منظور كړې دے چې پكښې ئې د هندوتوا حكومت انتها خوښې عزائمو په اړه د خپل تشويش څرګندونه كړې ده۔ده ووئيل پاكستان دا خپله قامي فريضه ګڼي چې كشميريانو له انصاف وركولو لپاره په هر نړيوال فورم غږ پورته كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د نړيوالې ورورولۍ دا ذمه واري ده چې په هند د بشري حقونو په ضد د ورزيو او په مقبوضه جمو او كشمير د 5 اګست 2019ء راسهې يو اړخيزه او غير قاني تسلط ختمولو له زور راوړي۔ ويبينار ته په برلن كښې د پاكستان سفيرې ثقلين سيده، لارډ قربان حسين، پرشين سوسائټي برلن اعزازي صدر مسسټر وولكر تسپكے، نوموړي كشميري لارښودو شميم شال، مشعال ملك، الطاف حسين واني او علي رضا سيد هم خطاب وكړو۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں