پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي۔ سفير اصف دراني

image

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) سفير او افغانستان لپاره د پاكستان خاص استازي اصف دراني وئيلي دي پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي۔ د نهې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په انسټيټويټ آف ريجنل سټډيز (آئي آر اېس) كښې د”چېلنجز او موقعو” په سر خط ګول مېز كنفرنس ته خپلې وېنا كښې اصف دراني ووئيل پاكستان په افغانستان كښې د داسې اقتصادي٬ سماجي او سياسي حالاتو خوښي لري كوم چې دا مهال په پاكستان كښې مېشته د 30 لكه نه د زياتو افغان كډوالو بېرته ستنېدو له اساني رامخې ته كړي۔ ده په نړيواله ورورولۍ په خاص توګه كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په اداره (يو اېن اېچ سي آر) زور رواړو چې ھغوي د افغان كډوالو په عزت سره هېواد ته ستنېدو لپاره تګلاره جوړه كړي۔ ده ووئيل افغانستان څخه سر پورته كوٶنكي ترهګري نه يوازې پاكستان بلكې د منطقې نورو ګاونډي هېوادونو چين٬ ايران٬ تاجكستان او ازبكستان لپاره هم د اندېښنې سبب ده٬ دې لپاره ده د افغانستان په عبوري حكومت زور رواړو چې ھغوي د ترهګرو ډلو په ضد اقدامات وكړي۔ سفير اصف دراني دا خبره شريكه كړه چې د كوكنارو خاتمې لپاره د افغانستان د عبوري انتظاميې هڅې اړوندو شراكتدارو د ملګرو ملتونو په دوحه غونډه كښې تسليم كړې چې كومه په روانه مياشت په پېل كښې پاتې ته رسېدلې۔ خاص استازي د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د تجارت په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو سره سره د پاكستان مصنوعات تر مېنځنۍ آسياء په رسولو زور رواړو۔ سفير اصف دراني د تركمانستان٬ افغانستان پاكستان او هند (تاپي) ګاز پائپ لائن منصوبې او د كرغزستان او تاجكستان څخه افغانستان او تر پاكستان د كاسا 100 پاور ټرانسمېشن لائن غوندې د سيمه ايزو رابطو منصوبې تندولو باندې هم زور رواړو۔ اصف دراني د پاكستان په حكومت هم زور رواړو چې حكومت افغانستان څخه د قاچاق په ضد كرېك ډاٶن دوامدار اوساتي۔ په دې موقع په افغانستان كښې د پاكستان پخواني سفير ابرار حسېن خپلې وېنا كښې د دواړو هېوادونو په اړيكو كښې د بارډر مېنجمنټ په اهميت رڼا واچوله۔ ده د اولس اولس سره سره په اعلٰې كچه د افغانستان او پاكستان ترمېنځه د سفارتي اړيكو ستائنه وكړه۔ ابرار حسېن په سيمه ايزو هېوادونو هم زور رواړو چې ھغوي افغانستان څخه د پورته كېدونكې ترهګرۍ مخنيوي په لړ كښې د افغان عبوري حكومت استعداد له مرسته وكړي۔ په دې موقع خپلو اختتامي خبرو كښې د آئي آر اېس صدر سفير جوهر سليم د شريك اقتصادي انحصار نه علاوه د دواړو هېوادونو ترمېنځه په يو شمېر مشتركات او روابطو رڼا واچوله۔ ده ترهګري د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تصادم تر ټولو لويه ذريعه ګرځولو سره په افغان عبوري انتظاميه زور رواړو چې ھغوي خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد ترهګرۍ لپاره كارولو له د نه وركولو په لړ د خپلو لوظنامو پالنه وكړي كومه چې خپله د افغانستان په ګټه ده۔

مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis
متعلقہ مضامین
مزید خبریں