د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار او د اومان د سلطنت خارجه وزير ترمېنځه ټېلي فوني خبرې

image

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اومان سلطنت خپل هم منصب سيد بدر بن حمد بن حمود البوسيدي سره ټېلي فوني خبرې وكړې۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې ده د مسقط په کبير سيمه كښې په امام بارګاه علي بن ابو طالب د ترهګرۍ په ترسره شوي بريد د خيالاتو څرګندونه وكړه او د هر ډول ترهګرۍ مخنيوي لپاره ئې د مشتركه كاروائۍ په اهميت زور رواړو ٬ نائب وزيراعظم د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د اومان په هلو ځلو كښې د پاكستان د بشپړ ملاتړ اعلان وكړو۔ ده د مړو شوو پاكستان ته په راوړلو او د اومان په روغتونونو كښې د ژوبل شوو پشمول د هلته د مېشته پاكستانو پالنه كښې د اومان د مرستې هم سائنه وكړه٬ د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو په سياسي، اقتصادي او د دفاعي مرستې نه علاوه د اولس تر مينځه د تبادلو او د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغست٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د اونۍ په پائې كښې د اوماني سرمايه كارو د يو پلاوي د پاكستان راتګ هركلے وكړو كوم چې په شريكه توګه د ګټورې اقتصادي مرستې څانګې لټولو لپاره چمتو دے٬ دغسې دواړو مشرانو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ٬ د قيادت او خارجه وزارت په كچه د دورو په تبادله په اصولي توګه اتفاق وشو كومو لپاره چې به چې سفارتي ذريعو څخه په شريكه توګه نيټې ټاكلې شي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں