قامي اسمبلۍ كښې په فلسطيني اولس د اسرائيل بربريت او په فلسطيني لارښود اسماعيل هنيه د بريد په ضد متفقه قرارداد منظور شو٬غندنه

image

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ په فلسطيني اولس د اسرائيل ظلم او بربريت او په ايران كښې د فلسطين په پخوانې وزيراعظم اسماعيل هنيه د بريد په نتيجه كښې د هغه د شهادت په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د متفقه قرارداد منظوري وركړې چې پكښې غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې په غزه كښې د جنګ بندۍ لپاره موثر اقدامات وكړي دغسې چې د فلسطين اولس په ضد د روانې نسل كشۍ مخ نيوے اوشي او اسرائيل په دې جنګي جرائمو او په فلسطينيانو د كړو ظلمونو ځواب وركونكے وګرځولې شي۔نړيواله ورورولي دې د اسرائيل ظلم او بربريت مخ نيوي او فلسطيني اولس ته د انصاف وركولو لپاره موثر اجتماعي اقدام وكړي۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې دوهم وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار قرارداد وړاندې كولو سره ووئېل په فلسطينيانو د اسرائيل ظلمونه زيات شوي كومو څخه چې تراوسه 40 زره څخه زيات بې ګناه ځانونه ضائع شوي چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔په قامي اسمبلۍ كښې ټول پارليماني ګوندونه د تېرو 9 مياشتو څخه د فلسطيني اولس په ضد د روان اسرائيلي جبر او بربريت په ګډه د غم او غصې څرګندونه كوي۔په قرارداد كښې ووئېل شول په تهران كښې د حماس لارښود اسماعيل هنيه وژنې سره غم او غصه زياته شوې او دا ډول یپښې د فلسطينيانو په ضد د روان ظلم او بربريت مخ نيوي له او په منطقه كښې د امن راوستلو هڅو ته د زيان رسولو سازش ګڼړلے كېږي۔محمد اسحاق ډار ووئيل د اسرائيل مشرتابه د انصاف نړيوال عدالت (ICJ) ښكاره پريكړو او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ قراردادونو٬د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل٬اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)ښكاره پريكړو باوجود د فلسطين وداني د خپلې زمكې څخه په بې دخله كولو پسې شوے او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل لخوا د خبرداري وركولو باوجود اسرائيل د بې ګناه فلسطينانو په ضد تشدد او بريدونه نه دي بند كړي۔په قرارداد كښې ووئېل شول پاكستان د ترهه ګرۍ دې ټول ټولو اشكالو غندنه كوي چې پكښې د ماورائے عدالت قتل محركات څخه قطع نظر او په منطقه كښې په زياتې شوې مهم جوئي د تشويش څرګندونه كوي۔په قرارداد كښې وئېل شول دا ډول پېښې نه يوازې د نړۍ امن تباه كوي بلكې د وړاندې نه د عدم استحكام ښكار منطقه كښې خطرناك تاؤ تريخوالے راپیدا كېږي او د امن هڅو ته زيان رسوي۔لهذا دا ايوان په فلسطين كښې د اسرائيل جاري رياستي جبر او بربريت اسلامي نړۍ او دنيا لپاره الميه ګرځولو سره د دې سخته غندنه كوي۔فلسطيني وروڼو او خوئېندو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي او د اسماعيل هنيه كورنۍ او فسطين اولس سره غمرازي كوي۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قرارداد 2735 (2024) له مخې سمدستي او د كوټلې جنګ بندۍ٬مصيبت سره د مخ شوو فلسطينيانو د تل پاتې او د كوم خنډ نه غېر د بشري مرستې رسنې او د غزه نه د اسرائيل قابضو ځواكونو د سمدستي وتلو غوښتنه كوي۔دا ايوان وائي چې پاكستان به فلسطين له د مرستې وركړه روانه ساتي او بې ګناه فلسطينيانو وروڼو خوئېندو له به پاكستان كښې د درملنې پشمول طبي مرستې لپاره موثر اقدامات كوي۔د فلسطين مېډيكل زده كونوكو له به د تعليم ترسره كولو لپاره د پاكستان په مېډيكل كالجونو كښې وړيا داخله وركولې شي۔د خپلو فلسطينيانو وروڼو خوئېندو سره د يووالي څرګندونې له په دوهم اګست ټول پاكستان كښې د غم لمانځلو او د اسرائيل بربريت په څرګندو ټكو د غندنې پريكړه كوي۔قرارداد كښې د جمعې مونځ نه پس په ټول هېواد كښې د اسماعيل هنيه شهيد د غائبانه جنازې ادا كولو پريكړه شوې٬ دغسې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل نه غوښتنه كوي چې په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره موثر اقدامات وكړي چې د فلسطيني اولس د نسل كشۍ مخ نيوې اوشي او اسرائيل په فلسطينيانو په كړو جرائمو ځواب وركونكے وګرځوي۔د قامي اسمبلۍ دا ايوان د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه كوي چې هغوي د اسرائيل ظلم او بربريت بندولو او د فلسطين اولس له انصاف وركولو له موثر اجتماعي ګامونه واخلي۔ دغسې قامي اسمبلۍ د قرارداد په يوه خله منظوري وركړه۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں