د فتوې جاري كولو او په ریاست کښې دننه د ریاست جوړولو هڅې به مونږ ټولو له غندنه كول وي: د انصاف وفاقي وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ میډیا سره خبرې

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي د فتوې وركولو او په ریاست کښې دننه د ریاست جوړولو هڅې به مونږ ټولو له غندنه كول وي،د اظهار رائے آزادۍ په وجه به د قانونی حدود څخه د تجاوز كولو اجازه ورنه كړې شي، ترهه ګرۍ او عدم برداشت ټولنې ته لوئي زيان رسولے، چیف جسټس ښه شهرت لرونكے انسان دے، د انتشار خپرونكو بیانونو اجازه به چا له هم ورنه كړي شي ۔د ګل په ورځ پاکستان بار کونسل كښې د سپریم کورټ بار ایسوسي اېشن عهدیدارو سره ملاقات نه پس میډیا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل افغان جنګ نه پس پاکستان كښې لوئي بدلونونه راغلے ، د پاکستان سماجی مخ تر ډيره حده بدل شوے،يو لوئي چیلنج د ترهه ګرۍ او عدم برداشت په صورت رامخې ته شوے ،په سماجی او مذهبی كچه دې ډول رويو زمونږ ټولنې ته غټ زيان رسولے۔ده ووئيل د فتوې جاري كولو او رياست كښې دننه د رياست جوړولو رواج بايد مونږ ټول غندنه وكړو او رياست هم د دې مخنيوې وكړي،د چیف جسټس په اړه چې كوم خبرونه راغلې چې يوې ډلې د خپل قانون مسلط کولو هڅه كړې او فتویٰ ئې جاری کړې ،دغه نه يواځې د غندنې وړ دے بلكه دغه يو لوئي جرم دے په هغې پرچه هم درج شوې او ریاست به په دې زیرو ټالرنس لري۔ ده ووئيل د هر څيز يو حد وي، ریاست د انسانی حقونو یا د اظهار رائے څرګندونې آزادی په وجه چا له هم دا اجازه نه وركوي چې څه ئې زړه غواړي هغه وكړي، چرته چې هم د قانون څخه تجاوز كېږي یا قانون ماتېږي ، قانون به په حرکت كښې راځي۔ده ووئيل مونږ په خپله مسلمانۍ فخر كوو،په خپل ایمان فخر كوو،زمونږ مور او پلار مونږ له دا تربیت راكړے چې د لوئي څښتن په ذات کامل ایمان لرو، مونږ ټول د حضرت محمد (ص) امتیان يو او هغه سره مينه لرو خو زمونږ دين مونږ له دا سبق راكوي چې ځينې كارونه رياست له كول دي او ځينې كسانو له كول دي۔ده ووئيل مونږ له خپل نصاب كښې مذهبی عدم برداشت، سماجی عدم برداشت په اړه كار كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل بايد مونږ هغه نسل جوړ کړو كوم چې هېواد كښې د امن او مينې لپاره كار وكړي او مونږ د دې بدعتونو او تفرقو څخه رابهر كړي ، د هر پاکستانی حفاظت د ریاست او حکومت ذمه واري ده،د قانون په دائره كښې پاتې كيدو سره كار كونكې دې خپل ځان غیر محفوظ نه ګڼي۔ده ووئيل چیف جسټس آف پاکستان يو نيك او اصول پسند جج دے،هغه د پاکستان آئین، قانون او شریعه له مخې پريكړې كوي،چا ته هم دا حق نه دے ترلاسه چې د كومې عدالتی پريكړې په اړه چا له د قتل دھړكې وركړي يا یا فتوې جاري كړي، دا يو كمپائن دے د كومې به چې مونږ له مخنيوې كول وي۔ ده ووئېل د دې صورتحال څخ به موڼږ له هېواد راويستل وي۔

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں